خپل د COVID-19 واکسین ترلاسه کول

خبرتیا:  FDA د کوویډ-19 فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech)  واکسین کارولو ته اجازه ورکړه چې په ځینې نفوس کې د لومړني فایزر بایواینټیک (Pfizer-BioNTech) لړ بشپړیدو لږترلږه شپږ میاشتې وروسته د پياوِړَی کوونکو په توګه اداره شيexternal icon. د واکسيناسيون مشقونو په اړه مشورتي کمیټه د پنجشنبې په ورځ، د سپتمبر 23 ، له ماسپښین څخه تر ماسپښین 3 بجي ختیځ وخت پورې غونډه کوي ترڅو د پياوِړَی کوونکی ستنو/انجیکشنو لګولو سپارښتنه باندې بحث وکړي.

واکسین موندل

واکسینونه اوس په پراخه کچه موجود دي. په ډیرو قضیو کې، تاسو یوي لیدنیټي ته اړتیا نلرئ.

ستاسو د  واکسيناسيون په لیدنیټه کې

  • مخکې لدې چې تاسو راورسیږئ، له هغه ځای سره اړیکه ونیسئ چیرې چې تاسو واکسین کیږئ یا د جزیاتو لپاره د خپي لیدنیټي تایید بریښنالیک بیاکتنه وکړئ چې کوم پیژندنې ته اړتیا لرئ چي تاسو يی د خپل واکسيناسيون لیدنیټي ته راوړئ.
  • کله چې تاسو واکسین ترلاسه کوئ، تاسو او ستاسو د روغتیا پاملرنې چمتو کوونکی دواړه به ماسک اغوستلو ته اړتیا ولري چې ستاسو پوزه او خوله پټوي. دننه او لیکو کې د نورو څخه 6 فوټ لرې پاتي کیږئ. د خپل ځان ساتنې په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ کله چې خپل د COVID-19 واکسین اخلئ.
  • تاسو باید د معلوماتو پاڼه یا بریښنایی نسخه ترلاسه کړئ دا تاسو ته د ځانګړي COVID-19 واکسین په اړه نور معلومات در کړي چې تاسو یې ترلاسه کوئ. هر منظور شوی د COVID-19 واکسین خپله د معلوماتو پاڼه لري چې معلومات لري ترڅو تاسو سره د دې ځانګړي واکسین ترلاسه کولو خطرونو او ګټو په پوهیدو کې مرسته وکړي. د مختلف COVID-19 واکسینونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته، تاسو باید لږترلږه 15 دقیقو لپاره په ځای کې وڅارل شئ. د COVID-19 واکسینونو او د نادر شدید حساسیت عکس العملونو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.
  • د خپل واکسین چمتو کوونکي څخه د ویسیف (v-safe) پیل کولو په اړه پوښتنه وکړئ، یو وړیا، د ټلیفون پراساس وسیله چې د متن پیغام رسوي او ویب سروې کاروي ترڅو د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته شخصي روغتیا رپوټونه چمتو کړي. والدین او ساتونکي کولای شي ځوانان (عمر 12 او پورته) یا متکي کسان په وی-سیف (V-safe) کي شامل کړي او د COVID-19 واکسین کولو وروسته د دوی په استازیتوب د روغتیا رپوټونه بشپړ کړي. په وی-سیف (V-safe) کي نوم لیکنه وشئ یا ورته لاس رسی وکړئ. د وی-سیف (V-safe) په اړه نور معلومات زده کړئ.

روښانه دایره آیکون ویډیو وګورئ پلی کړئ:  وی-سیف (V-safe) وکاروئ ترڅو سی ډی سی)  (CDC ته ووایاست چې تاسو د COVID-19 واکسین کیدو وروسته څنګه احساس کوئ [00:00:34]

خپل د واکسيناسيون کارت ترلاسه کول

تاسو باید د واکسيناسيون کارت ترلاسه کړئ دا تاسو ته وایی چې کوم د COVID-19 واکسین تاسو ترلاسه کړل، هغه نیټه چې دا تاسو یې ترلاسه کړل، او چیرته مو دا ترلاسه کړل. خپل د واکسین کارت وساتئ په هغه صورت کې چې تاسو ورته د راتلونکي کارونې لپاره اړتیا لرئ. شاتړ(backup) د کاپي په توګه د خپل واکسيناسيون کارت عکس اخیستل په پام کې ونیسئ.

که تاسو په خپله لیدنیټه کې د COVID-19 واکسيناسيون کارت ترلاسه نکړئ، د واکسيناسيون چمتو کوونکي ځای سره یا چیرې چې تاسو واکسین شوي یاست یا خپل د ایالت روغتیایی څانګه سره اړیکه ونیسئ ترڅو ومومئ چې تاسو څنګه کارت ترلاسه کولای شئ.

زده کړئ چي  څه وکړو که تاسو د واکسيناسيون کارت له لاسه ورکړی وي.

د نورو واکسینونو سره د COVID-19 واکسین ترلاسه کول

تاسو کولای شئ په ورته لیدنه کې د COVID-19 واکسین او نور واکسینونه ترلاسه کړئ. تاسو نور اړتیا نلرئ د واکسيناسيونونو ترمنځ 14 ورځې انتظار وکړئ. د نورو واکسینونو تجربې ښودلې دې چې څنګه زموږ بدن د واکسین کیدو وروسته محافظت رامینځته کوي، د معافیت غبرګون په توګه پیژندل کیږي، او د واکسینونو احتمالي جانبي عواریض عموما ورته وي کله چې یوازې یا د نورو واکسینونو سره ورکول کیږي.  د نورو واکسینونو د وخت په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسو دوهم ستني/انجیکشن ته اړتیا لرئ

که تاسو د  COVID-19 ایم ار این اي (mRNA) (فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech)  واکسین یا موډرنا  (Moderna)) د COVID-19 واکسین ترلاسه کړئ، تاسو به د بشپړ خوندیتوب لپاره 2 ستنو/انجیکشنو ته اړتیا ولرئ. د COVID-19 واکسینونه د تبادلې وړ ندې. که تاسو د فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech) یا د COVID-19 موډرنا (Moderna) واکسین ترلاسه کړی وي، تاسو باید د خپل دوهم شاټ لپاره ورته محصول (یا برانډ) ترلاسه کړئ.  تاسو باید خپل دوهم ستنه/انجیکشن واخلئ حتی که تاسو د لومړي ستني/انجیکشن وروسته جانبي عواریض ولرئ، تر هغه پوري چې د واکسین چمتو کوونکی یا ستاسو ډاکټر تاسو ته ووایی چې دا مه اخلئ.

هغه خلک چې له معتدل څخه تر شدید ضعیف معافیت سیسټمونو سره وي باید د لومړني 2 خوراکونو وروسته  د COVID-19 ایم ار این اي (mRNA) واکسین اضافي خوراک ترلاسه کړي.

که تاسو د وایرل ویکتور COVID-19 واکسین ترلاسه کوئ، د جانسن او جانسن جانسین (J&J/Janssen) کوویډ-19 واکسین، تاسو به یوازې 1 ستنه/انجیکشن ته اړتیا ولرئ.

د خپل دوهم ستنه/انجیکشن ترلاسه کولو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د پیاوړی کوونکو ستنو/انجیکشنو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ.

د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته څه تمه کوئ.

تاسو ممکن د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو وروسته  جانبي عوارض ولرئ. د هر درد یا تکلیف کمولو څرنګوالي په اړه ګټورې لارښوونې ترلاسه کړئ.

دا ستاسو د بدن لپاره وخت نیسي چې د هر واکسین وروسته خوندیتوب جوړ کړي.  ډیر خلک د فایزر بایواینټیک(Pfizer-BioNTech) یا موډرنا (Moderna) کوویډ-19 واکسین کیدو  دوه اونۍ دوهم خوراک وروسته، یا د جي او جي/ جانسین (J&J/Janssen) کوویډ-19 واکسین کیدو  دوه اونۍ  یو-خوراک  وروسته په  بشپړ ډول واکسین شوي ګڼل کیږي. تاسو باید د خپل ځان او نورو ساتنې لپاره د موجود ټولو وسیلو کارولو ته دوام ورکړئ تر هغه چې تاسو بشپړ واکسین نشئ.

خپل د COVID-19 واکسین ترلاسه کولو په اړه نور معلومات ترلاسه کول زده کړئ.

ویډیو

خپل د COVID-19 واکسین لیدنیټه کې څه تمه کوئ.

د ویډیو اوږدوالی: 00:00:48

 



Source Link